خوږې سمبوسې

comments 0

د اړتیا ور مواد:
1- ترميده اوړه نيم كيلو .
2- غوړي 275 ګرامه .
3- بوره 275 ګرامه .
4- د سيبو مربا 125 ګرامه .
5- د زردكو مربا 275 ګرامه .
6- كشميش، پسته، بادام 250 ګرامه .
7- كوپړا ( 250 ) ګرامه .
8- هېل نميه د چايو كاچغه.
د اړتیا ور مواد:
د سيبو او زردكو مربا يا تر ماشين وباسى يا يې په لاس كي وموږى چي خوړينه سي. بادام خشته كړى او بيا يې لږ سره كړى. كوپړا هم خشته كړى او بيا يې ميده كړى پسته هم ميده كړى. د هېلو داني هم را وباسى او دا ټوله شيان په مرباه كي واچوى سره ګډ يې كړى او كښېږدى. وروسته بيا ترميده اوړه وچوڼگـى او مالګه ور واچوى او په شيدو يې كلك واغږى او بيا يوه كاچغه غوړي ور واچوى او په اوبو لاس لوند كړى اوړه ښه په واغږى. په بوره كي اوبه واچوى او خټه شربت ځيني جوړ كړى بيا يې راكښته كړى چي ساړه سي كله چي ساړه سول د مرباه سره يې ګډ كړى. د اوړو څخه كوچنۍ لكه جوز داسي زوالې واخلى او په آش ګز باندې نازكي كړى بيا يې په چاړه باندي پر منځ پرې كړى يوه ټوټه يې په لاس كي كښېږدى. د دې په منځ كي يوه كاچغه جوړه سوې مربا واچوى او دواړه خواوي يې ور بندي كړى او ګوته په اوبو لنده كړى او د سمبوسې شا و خوا ښه په بنده كړى چي د سره كېدو په مهال كي خلاص نه سي دا ټولي سمبوسې دغسي جوړي كړى او پر يوه لانده ټوكره يې كښېږدى. وروسته بيا په كړايي كي غوړي واچوى او دا سمبوسې بادامي رنـګه پكښې سرې كړى او را وېكاږى ډېري يې مه سرې كوى.

Comments