خوږیاڼو کې ځانګړي عملیات شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، د خوږیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې د میدان ځآنګړې قطعې تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په پایله کې څلور وسله وال طالبان وژل شوی او د دوی یو مهم قوماندان یې ژوندی نیولی دی.
له مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرپاڼه لیکيچې د دې عملیاتو پر مهال ځانګړې قطعې له ځآن سره اووه تنه نور شکمن کسان هم نیولي،چې تر څېړنو وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.
خوږیاڼیو ولسوالۍ کې طالبان او داعش هم سره په جګړه دي او زیات شمېر خلک یې له کورونو بې ځایه کړي دي.
د داعش او طالبانو تر منځ د جګړو سربیره افغان ځواکونه هم عملیات کوي چې داعش او طالبانو ته یې سخته مرګ ژوبله اړولې.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply