هندوکش: د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، د خوږیاڼو په وزیرو سیمه کې ۱۲ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوي چې په پایله کې ۶ داعش وسله وال او ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، داعشیانو په یاده سیمه کې ۴ ملکي وګړي هم شهیدان کړي او دوه نور یې ټپیان کړي دي .
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.