خوږیاڼو کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، په خوږیاڼو ولسوالۍ کې درې طالبان وژل شوي.
د ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په کېلغو سیمه کې عملیات کړي.
سرچېنه وایي، په عملیاتو کې درې دوسله والو طالبان وژل شوي او یو ستر نظامي مرکز هم له منځه وړل شوی.
د سرچېنې په لیکنه په عملیاتو کې عامو وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
خوږیاڼي هغه ولسوالي ده چې طالبان او داعش پکې فعالیت کوي، خو اوس افغان ځواکونو عملیات زیات کړي چې دواړه ډلې یې تيښتې ته برابر کړي دي.
دې ولسوالۍ کې طالبان او داعش دواړه یو بل د کافر په نوم وژني.
د دوی له جګړو زیات شمېر کورنۍ بې ځایه شوي چې افغان دولت ورته لومړنۍ مرستې رسولي دي.
فرهاد شهراني

Comments