خوږیاڼو کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د خوږياڼو ولسوالۍ ولسونو د يوې غوندې په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي اردو ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې وستايلې او خپل ملاتړ يې ترې اعلان کړ.
غونډه د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ ولسونو د څلورمې پلې لوا اړوند د لومړي کنډک په قرار ګاه کې جوړه شوې وه چې دیني علماوو هم پکې ګډون کړی و.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، په جوړه شوې غونډه کې د خوږياڼو ولسوالۍ قومي مخورو او ځوانانو ترڅنګ د څلورمې پلې لوا قوماندان ، منسوبينو او سرتيرو ګډون کړی و.
د خوږياڼو ولسوالۍ د قومي مشرانو په استازولۍ ملک حاجي ظاهر ژمنه وکړه ،چې د خوږياڼو ولسوالۍ ولسونه به ټولو امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي اردو ځواکونو سره خپله همکاري او ملاتړ جاري ساتي.
بريد جنرال محمد کريم نيازي د خوږياڼو ولسوالۍ له ولسونو مننه وکړه ،چې تل يې امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ،چې په خبره يې د ننګرهار ولايت اوسيدونکو هميشه د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه د امنيتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.
د جوړو شويو مراسمو په پای کې د خوږياڼو ولسوالۍ يو شمېر ملکانو ، د لومړي کنډک شل تنو افسران ، بريد ملانو او سرتيريو او دغه راز سيمه ييزو پوليسو او د ملي امنيت موظفينو ته د څلورمې پلې لوا له لوري برابر شوي ستاينليکونه ورکړل شول.
فرهاد شهراني

Comments