خوست کې ۹ کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل شول

comments 0

هندوکش ــ خوست: د خوست ولایت ځايی چارواکي وايي، چې په قلندر، صبریو، باک، علیشیرو، ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په هڅو سره ۹ کړۍ ماینونه، چې وسلوالو مخالفینو په لویو لارو کې ځای پرځای کړي وو، کشف او له منځه یوړل شول.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي د افغان ځواکونو له کړنو څخه خوښ دي او وايي، چې په هر حالت کې به د خپلو ځواکونو ملاتړ کوي او تر شا به یې ولاړ وي.
د یادونې وړ ده، چې خوست هغه ولایت دی، چې د هېواد په کچه په کې امنیت ښه او تر ډیره بریده له حکومت سره د خلکو همکاري د ستاینې وړ ده.
عمران احمدزی

Comments