خوست کې ۳تنه وسلوال طالبان نیول شوي دي

comments 0

هندوکش ــ خوست: د خوست ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې ۳تنه وسلوال طالبان نیولي دي.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو په ترسره شوو عملیاتو کې د۳تنو طالبانو په نیول کیدو سربیره دوسلوالو طالبانو د وسلو اومهماتو یوه زیرمه هم نیولې ده.
چارواکي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دي رسیدلی.
عمران احمدزی

Comments