خوست کې یو کس د ۱۷ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

comments 0

هندوکش ــ خوست: د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د خوست ښار په کونډیو سیمه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ترلاسه کړي دي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو یو کس نیولی او یاد کس غوښتل نشه يي توکي قاچاق کړي، چې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
عمران احمدزی

Comments