خوست کې یو کس د واده مراسمو باندې ډزې کړي

comments 0

هندوکش – خوست: خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د ډزو له کبله یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خوست والي ویاند طالب منګل وایي چې تیره شپه تڼیو ولسوالۍ کې د واده مراسمو کې یو تن د نشه په حالت کې ډزې کړي چې له کبله یې دری کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.

منګل زیاتوي چې د پیښې په اړه کس نیول شوی او پولیسو څیړنې پیل کړي دي.

تراوسه د پېښې تر شا نور لاسونه نه دي په ډاګه خو لومړني مالومات ښيي چې هغه کس چې ډزې کړي نشه يي توکي یې کارول.

عمران احمدزی

Comments