خوست کې یو ماین خښونکی نیول شوی دی

comments 0

خوست ـ کابل: د کورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وايي، چې د خوست امنیه قومندانۍ ځواکونو د یو لړ ځانګړي عملیاتو په ترڅ کې یو سلوال ماین خښوونکی نیولی دی.
نوموړی ماین خښونکي هغه مهال ونیول شو،چې غوښتل یې د اسماعیل خېلو او مندوزو ولسوالۍ پر عمومي لار ماین ځای پر ځای کړي.
له نیول شوي کس څخه یو عراده موټرسایکل او دوه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه هم ترلاسه شوي دي.
په ورته وخت کې ملي پولیسو د سرپل ولایت د لویې لارې او د سانچارک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو او ملکي مرګ ژوبلې څخه مخنیوی شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments