خوست کې چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – خوست: خوست کې د حزب اسلامي غړي او د ولسي جرګې نوماند د موټرونو پر کاروان موټرسایکل بم چاودنه شوې.
چاودنه نن سهار د خوست ښار پروژې باغ پل سیمه کې شوې ده.
د خوست عامې روغتیا ریاست ویلي، د پېښې له ځایه دوی ته یو ټپي ور وړل شوی چې د کمپاین غړی دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
تراوسه د ولسي جرګې لپاره په کندهار، کابل، غزني او ننګرهار کې پنځه نوماندان هدفي وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت له نوماندانو غوښتي چې د کمپاین پرمهال احتیاط وکړي او د ګواښ لاندې سیمو ته لاړ نه شي.
عمران احمدزی

Comments