خوست کې نظامي تجهیزات او په تور یې ځيني کسان نیول شوي

comments 0

هندوکش ـ خوست: د خوست امنیه قومندانۍ مسولینو نن هغه لاسته راوړنې رسنیو ته وښودې چې په تېرو درېیو اونیو کې یې درلودې.
د یاد ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل وویل، د امنیه قومندانۍ اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت له لوري په تېرو درېیو اونیو کې ۱۵ میله مختلفې وسله، چې پکې کلاشنګوفونه او تومانچې شاملې دي او ترڅنګ یې مخابرې او څو جوړې نظامي یویفورم هم د دوی لاسته ورغلي.
مل پاسوال وايي، څلور یې داسې کسان هم نیول شوي دي، چې غوښتل یې په تحریبي کړنې ترسره کړي.
هغه په خبره، چې د نشه توکو سره مبارزه یې هم جدي ده، چې په دې برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لرو.
نوموړي په ورته وخت کې وویل، له تېرو دوو ورځو راپدې خوا یې د خوست په موسی خېلو او یو شمېر نورو سیمو کې د ګډو ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي چې وسله والو ته یې درانه مرګ ژوبله اړوالې ده.
خوست امنیه قومندانۍ داسې مهال خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکوي، چې وړمه شپه د یاد ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د حزب اسلامي پرغړي عبدالولي اخلاص وسله والو برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې د اخلاص په ګډون اته کسان ووژل شول او یو بل ټپي شو.
عمران احمدزی

Comments