خوست کې میرمنې وايي، چې په هېواد کې روان جنګ د میرمنو دپرمختګ مخه نیولې

comments 0

هندوکش ـ خوست: په خوست ولایت کې سلګونو میرمنو دیوې پراخې ولسي ناستې په ترڅ کې وویل، چې په هېواد کې روانې جګړې د میرمنو د پرمختګ مخه نیولې او له ستونزو سره یې مخامخ کړې دي.
د ناستې برخه والو د جګړې په ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول په وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې دسولې روان مذاکرات دبریالي کیدولپاره خپلې هڅې لا زیاتې او په هېواد کې سرتاسري اوربند ته زمینه برابره کړئ.
دوی همد راز په هېواد کې د تاوتریخوالي په دوام اندیښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي دي، چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړئ او تاوتریخوالي ته دپای ټکی کیږدئ.
عمران احمدزی

Comments