خوست کې له یوې موټر بم چاودنې مخنیوی شوی

comments 0

هندوکش ــ خوست: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو سره یو ځای د خوست ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې له یوې موټر بم چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو غوښتل له یاد موټر څخه په استفاده د خوست ښار په اړوند پرتو سیمو کې ترورېستي برید ترسره کړي، چې د پولیسو لخوا یې پر وخت مخنیوی شوی دی.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د عاملینو د نیولو لپاره د پولیسو هڅې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د خوست پولیسو د تڼیو ولسوالۍ پر لار د یو کړۍ ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې هم مخنیوی کړی دی.
عمران احمدزی

Comments