خوست کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر نیول شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: د خوست موسی خېلو ولسوالۍ زوړ کوټ سیمه کې شپږ وسله وال او له چاودیدونکو توکو ډک موټرونه نیول شوي دي.
د ده سوه درې تندر قول اردو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه شپږ وسله وال له یو عراده سراچه او صرف موټرونو سره چې له چاودیدونکو توکو ډک وو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشنکوف او څلور تومانچې هم تر لاسه شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوي کسان اوس تر څېړنو لاندې دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments