خوست کې غازي اوونیز له ۱۰۰ کالو وروسته بیا خپره شوه

comments 0

هندوکش ــ کابل: په خوست کې له ۱۰۰ کالو وروسته غازي اوونیزه چې د امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال له خوست خپرېده، یو ځل بیا د مهالنۍ په ډول د ولایت مقام له لوري چاپ شوه.
تر دې دمه د دې مهالنۍ درې ګڼې چاپ شوي.
د مسؤلینو په خبره غازي مهالنۍ، د رسمي بودجې او تشکیل د کمښت له امله اوونیزه نه‌چاپېږي.
د دوی په خبره، په نویو خپرېدونکو ګڼو کې به د اماني فکر او کړنو ترڅنګ د ولایت مقام لاسته راوړنې او د لیکوالانو لیکنې او تحلیلونه هم چاپ شي.
د خوست ولایت مقام ویاند او د غازي مهالنۍ مسؤل مدیر طالب منګل وویل: “د تشکیل کمښت شته، بله دا چې رسمي بودجه نه‌لرو او دا مهالنۍ د والي صیب په مالي ملاتړ چاپېږي، خو که دا ستونزې هوارې شي، نو موږ به لومړی د غازي مهالنۍ د اوونیزې او بیا به د ورځپاڼې په دول چاپ کړو.”
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، نږدې ۷۰ چاپي رسنۍ له دوی سره ثبت دي، خو دا مهال له دغه ولایته یوازې ۶ چاپي رسنۍ هغه هم په غیر منظم ډول خپرېږي.
د اطلاعاتو امر محمد زمان نظري وایي، دوی د چاپي رسنیو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments