خوست کې د چرګانو فارمونه جوړ شول

comments 0

هندوکش – خوست: په خوست ولایت کې دښځو داقتصادي پیاوړتیا په موخه دچرګانو د روزنې ۵۰۰ واړه فارمونه جوړشول.
خوست دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايې، ددې ولایت په اسمعیل خیلو او مندوزيو ولسوالۍ او مرکز کې دچرګانو دروزنې دغه فارمونو هر یو یې د یرش هګۍ اچونکو چرګو ظرفیت لري چې په ټولیز ډول پرې ۱۸ ملیونه او پنځه لکه افغانۍ لګښت شوی دی.
د کرنې رئيس سميع الله نصرت وويل، دغه پروژه د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په چوکاټ کې تطبيقيږي چې د چرګو روزنې لومړنۍ اړتياوې هم ورپوره شوې دي.
له بلې خوا د خلکو غوښتنې بيا دادي چې د ناروغيو د مخنيوي او تداوۍ لپاره د باکيفيته درملو په برخه کې يې په وخت لاسنيوی وشي
عمران احمدزې

Comments