خوست کې د ملي امنیت ځواکونو د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه نېولې

comments 0

هندوکش ـ خوست: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوست ولایت په سپیره ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې یې د وسلوالو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډيپوه کشف او نېولې ده.
چارواکي زیاتوي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ترلاسه کړې دي.
چارواکي وایي،چې دنېول شوې ډیپوه په تړوا څوک نه دي نیول شوي او د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي.
عمران احمدزی

Comments