خوست کې دیني عالمانو د عدالت غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – خوست: خوست کې قومي مخورو او دیني علماوو له پولیسو غوښتي چې له خلکو سره دې چلند سم کړي او عدالت دې پلي کړي.
دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د عدالت غوښتنې او د پولیسو د غوره چلند د ستاینې په ناسته کې وشوې چې امنیه قومندانۍ کې جوړه شوې وه.
دیني عالمانو ټینګار کړی چې که پولیس له خلکو سره سم چلند وکړي او خلک له قانون ماتونې راوګرځوي، ستونزې کمیدای شي چې په پولیسو به د خلکو باور نور هم زیات شي.
د خوست امنیه قوماندان محمد داود امین ډاډ ښودلی چې د پولیسو ښوونې روزنې ته یې توجه کړې او ۸۲ پولیس همدا اوس تر ښوونې روزنې لاندې دي.
عمران احمدزۍ

Comments

Leave a Reply