خوست کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تور نیول شوي

comments 0

هندوکش ــ خوست: نن د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په خوست ښار او ولسوالیو کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او څلور تنه نور د غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي، دوه میله تفنګچې او دوه میله کلاشینکوفونه هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
عمران احمدزی

Comments