خوست: پنځه جنایي مجرمین نیول شوي

comments 0

هندوکش – خوست: د خوست پولیسو پنځه کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیولي دي.

د خوست ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د غلا، وژنې، غصب او ځورونې په تور دغه کسان  نیولي دي.

د والي ویاند، طالب منګل ، یادو کسانو په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په ځورونې او په نورو جرمونو کې لاس درلود  چې د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.

تر دې وړاندې هم د خوست امنیه قومندانۍ په بیلابیلو سیمو کې کسان نیولي چې په جنایي جرمونو تورن دي.

عمران احمدزی

Comments