خوست ولایت کې ۳تنه وسلوال طالبان نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – خوست: دخوست ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو تصفیوي عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې ۳تنه وسلوال طالبان نیولي دي.
دخوست ولایت ځایي چارواکي وايي،چې په ترسره شووتصفیوي عملیاتو کې د۳تنو طالبانو په نیول کیدو سربیره ګڼ شمیر وسلې اومهمات هم دافغان ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Comments