خوست كې دوه تنه ماين لېږدوونكي ونيول شول

comments 0

هندوکش ــ خوست: د خوست پوليسو پرون سهار شاوخوا لس بجې د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې دوه تنه ماين لېږدوونکي نيولي دي.
د خوست له امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، يادو دوو تنو غوښتل له تڼيو ولسوالۍ څخه خوست ښار ته پر موټر سايکل ماين ولېږدوي، خو پوليسو له اطلاع سره سم دواړه ماين لېږدوونکي ونيول.
پولیسو ویلي چې دواړه کسان د وسله والو طالبانو لخوا موظف شوي و، تر څو دغه ماین د خوست په ښار کې ځای پر ځای کړي.
د تڼيو ولسوالي د خوست له باامنه ولسواليو څخه ده.
عمران احمدزی

Comments