خوست: د زڼغوځیو او چارمغزو ۲۱ لکه نیالګي روزل کیږي

comments 0

هندوکش ــ خوست: د خوست په پنځو ولسوالیو ځاځي میدان، شمل دوه منده، سپيره، تڼیو او موسی خېلو په غرونو کې د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د روزلو په خاطر د ۳۶۰ قوریو جوړولو کار پیل شو.
پدې قوریو کې چې باندې ۲۱ لکه نیالګي روزل کېږي، د افغانستان د کرنې وزارت له بودیجې څخه به ورباندې ۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت وشي.
د خوست چارواکي وايي، د دې پروژې په پلي کیدو سره به د خوست ۲۷۰۰ هکټاره غرنیزه ځمکه په ځنګلونو وپوښل شي.
په دې اړه جوړې شوې ناستې ته د خوست د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وویل، چې د دوه کلونو په موده کې به پدې قوریو کې د زڼغوځیو او چارمغزو دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګي کېنولو ته تیار شي.
ده زیاته کړه، په هره قوریه کې ۶ زره نیالګي تولیدیږي او پدې سره به ۲۷۰۰ هکټاره غرنۍ ځمکه په ځنګلونو وپوښل شي.
د خوست د کرنې رییس د یادې پروژې موخه د ځنګلونو د وهلو مخینوی او بیا احیاء کول وښودل.
د خوست چارواکي وايي، د هر نیالګي د پالنې او ساتنې پر سر به هر بزګر ته دېرش-دېرش افغانۍ مزد هم ورکړل شي.
د ځدراڼو یو تن قومي مشر حاجي عبدالرحمن د وهل شویو ځنګلونو پر ځای د زڼغوځیو او مټکو یا چارمغزو د ونو کېنول یو ښه ګام وباله او ويې ویل، دا ونې د خوست او لويې پکتیا په غرنیو سیمو کې ښه نتیجه ورکوي.
که څه هم د خوست ځینو قومونو د ځنګلونو او ونو په وهلو بندیز لګولی او پدې کار يې قومي ناغې لګولي، خو بیا هم هره ورځ په غرنیو سیمو کې د خرڅانه او سونګ لپاره سلګونه ونې وهل کیږي او د چارواکو په وینا چې پدې سره هر کال د خوست درې سلنه ځنګلونه له منځه ځي.
ددې برنامې له پیل یوه ورځ مخکې د شمل دوه منده په ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو لخوا د وهل شویو ځنګلونو دوه سوه موټره نیول شوي ول.
عمران احمدزی

Comments