خوست ته برښنا نږدې شوې

comments 0

هندوکش – خوست: خوست ته د وارداتي برېښنا چارې اتیا سلنه بشپړې شوي دي.
د خوست والي حکم خان حبیبي وایې، په راتلونکو شپږ میاشتو کې به له پکتیا خوست ته د برېښنا د لین غځولو او د جوړیدونکي سب سټېشن کارونه بشپړ شي.
دغه برېښنا به ۳۲ مېګا واټه تولید ولري چې د خوست ښار ۲۸ زره کورنیو ته به ورسیږي.
د خوست ښاریان له افغان حکومت خوښ دي چې وروسته له ډيرو کلونو یې د برښنا ارمان پوره کوي.
هلته سوداګر او پآنګوال هم خوښ دي چې په برښنا سره به وتوانیږي چې صنعت باندې پانګونه وکړي او خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي.
عمران احمدزۍ

Comments

Leave a Reply