خوست او شمالي وزیرستان ترمنځ د غلام خان بندر پرانستل کېږي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د خوست ترمنځ د غلام خان مځکنی بندر د سوداګرۍ او نورو اقتصادي فعالیتونو لپاره پاکستان پرانیزي.
د خوست اوسیدونکې په غوښتنه دغه بندر پرانیستل کیږي چې ویل کیږي دغه بندر که چیرې سرک ښه وي نو د افغانستان د پلازمېنې کابل او کراچۍ بندر ترمنځ تر ټولو نژدې لار ده.
ټوډې ورځپاڼې نه په خپور شوي مطلب کې راغلي چې ، د شمالي وزیرستان سیاسي استازي کامران افریدي د دوه اړخیز تجارت او نورو اقتصادي فعالیتونو پرمخ د غلام خان بندر د پرانیستنې اعلان وکړ.
راپور زیاتوي چې د پاکستان د ګمرک مامورین، سرحدي پولیس، د فدرالي تحقیقاتي ادارې پولیس او د فدرالي حکومت مامورین په غلام خان بندر کې ځای پر ځای شوي دي.
ورځپاڼه زیاتوي، تراوسه پورې د جنوبي وزیرستان او پکتیکا ترمنځ د انګور اډې، او د کونړ او باجوړ ترمنځ د ناوه پاس بندرونه د هر ډول سوداګري فعالیت پرمخ بند دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان سوداګر او حکومت سره له دې چې د دوو هیوادونو ترمنځ د تجارتي لارو زیاتېدل د دواړو خواوو د ولسونو په ګټه بولي خو د پاکستان پر هوکړو هیڅ راز باور نه لري دا ځکه چې پاکستان تل له خپلو لارو او سوداګرۍ څخه د سیاسي هدفونو او پر افغانستان د فشار لپاره کار اخیستی دی؛ هرکله چې یې ګټه تقاضا کوي بندرونه پرانیزي او هر وخت چې وغواړي افغانستان ته تاوان ورسوي لارې بندوي. له همدې کبله اوس افغانستان یوازې د پاکستان پر لارو اتکا نه کوي بلکې د ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارو هم تجارتي راکړه ورکړه تشویقوي.
توریالې سحر

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply