خوستیانو د جګړې له ښکیلو خواوو د اوربند غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – خوست: د دوشنبې په ورځ د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو دیني عالمانو او قومي مخورو د یوې غونډې له لارې له طالبانو سره د تاوتریخوالۍ د کمولو اونۍ له هوکړې ملاتړ وکړ او د دایمي اوربند غوښتنه يې وکړه.
دوی وویل، دیني عالمان او قومي مخور حاضر دي، چې د جګړې له ټولو اړخونو سره د سولې په مسایلو خبرې وکړي او ټول ولسونه ددې بهیر ملاتړ ته راوبولي.
په خوست کې دا ځل لسګونو دیني عالمانو او قومي مخورو په یو غږ د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې ملاتړ څرګند کړ او د جګړې له ښکېلو خواوو يې وغوښتل، چې په دې هېواد کې د روانو ناخوالو او وژنو د بندولو لپاره دایمي اوربند او سوله وکړي.
قومي مشر حمیدګل منګل غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، دوی د تاوتریخوالي د کمولو له اونۍ ملاتړ کړي او هیله يې داده چې دا بهیر په میاشتو، کلونو او دایمي اوربند بدل شي.
ده زیاته کړه، د جګړې د داوړو لورو قربانیان افغانان دي او دوی باید د دایمي سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات ترسره کړي.
له دې سربېره په همدې ورځ د اسلامي همکارۍ سازمان “او ای سي” په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت له پیله هرکلی وکړ.
د دغه سازمان په خپره شوې اعلامیه کې راغلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت موافقه چې د افغان حکومت په مشوره شوې په افغانستان کې به د با ثباته سولې د راتلو لپاره لار هواره کړي.
عمران احمدزې

Comments