خوارج څوک دي! محمد حلیم فدايي

comments 0

کېدای شې د خوارجو حلقه ‌‌‌‌‌‌ډېره پراخه وي. دداعش په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نورې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې دا علامې ولري، خوارج دي

د خوارجو 18 عمده نښې:
یوه ملګري راڅخه پوښتنه وکړه چې د خوارجو نښي راته ووایه, نو ما له وخت نه په استفادې ددوی ځانګړتیاوې دلته ولیکلې. البته د لیکني د اوږدوالې څخه د مخنیوی په خاطر مې یوازې ورته اشارې کړیدي, نور لوستونکې د قضاوت وکړي چې ددې زماني خوارج څوک دي.
1. بې ادبه به وي او د مشرانو خبره به نه مني. حتی د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې یې بې ادبي کوله او هغه یې په بې عدالتي متهم کړی وو. اوس څوک د مشرانو خبره نه مني, بلکې پورې خاندي چې ته څه په جهاد پوهېږي, اصلی مجاهدین خو موږ یو.
2. بې تجربه او کم عمره ځوانان به وي او له دین څخه به ډېره کمه پوهه لري. ایا په دبن کې د ښځو, ماشومانو, سپین ږېرو, بندیانو وژل روا دي? ایا د غیر محاربو وژل روا دی? ایا د عامه شتمنیو له منځه وړل روا دی? ایا د معاهدینو وژل روا دي? وغیره….. دا کارونه څوک کوی?
3. د قران او سنت (شریعت) شعار به ورکوي, اما عمل به یې هماغسی نه وي لکه د حضرت علي رضی الله تعالی عنه د خلافت په وخت کې به ویل (لاحکم الا لله) او حضرت علی رضي الله تعالي عنه به ورته په ځواب کې ویل: کلمه حق ارید بها الباطل. خبره دحق کوی, اما د باطل د اثبات لپاره. اوس د شریعت او د الله په ځمکه د الله د حکم د نفاذ شعار څوک ورکوی?
4.حدثا الاسنان: په غاښونو به پوره نه وی. ایا د اوسنی جګړې اکثره جنګیالي له 9 څخه تر 25 کلني پورې څوک دي?
5. سفها الاحلام, کم عقل او بې منطقه به وي. اوس صحرایی محکمې څوک کوي? ایا د ښوونځیو, کلینیکونو بندول, د انکشافي پروژو مخنیوی کول, د انجنیر, ډاګټر وژل, د بندونو, معدنونو او… ورانول د هوښیاري نښه ده?
6. یقولون من خیر قول البریه: د قران او حدیث څخه به استناد کوي.
7. لایجاوز ایمانهم حناجرهم, اما ایمان به یې له حنجرې ښکته نه وي, یوازې شکلیات به وي.
8. انهم کلاب اهل النار, رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوزخیانو له سپیانو سره مشابهت ورکړیدی.
9. په ظاهر د شریعت به ډېر پابند او سرسخت وي او ددیانت به په کې څرک هم نه وي.
10. تل به له مسلمانانو سره په جګړه او جدال کې وي. که کافر او مسلمان ورته ودروی او مخامخ کړي نو وایي به اول دا مسلمان مړ کړي. دا یې همکار دی. ایا دا نه وایي چې له دولت سره خبري نه کوو, له امریکایانو سره د سولې خبري کوو?
11.تل به د قران په متشابه ایتونو کې بوخت وي او مناظري به کوي.
12. هغه ایتونه چې د کافرانو او مشرکینو په اړه نازل شویدي, هغه به په مسلمانانو تطبیقوي. عبدالله ابن عمر له همدې امله خوارج بدترین د انسانانو ګڼي.
13. مسلمانانو ته کافر او مرتد ویل به ددوی تر ټولو مشهور او اسانه شعار وي. په ډېره وړه ګناه به د کفر او شرک ټاپه په سړي لګوي. د کبیره ګناه مرتکب به کافر ګڼي.
14. مبارز او له سره تېر, خو د باطل په لار کې.
15. له خلکو به په زور او جبر بیعت اخلي.
16. د عصر جید عالمان او خیار الناس به وژني او تکفیروي به یې. حضرت علي رضی الله تعالی یې شهید کړ, حضرت معاویه, ابوموسی اشعری, او… یې کافران بلل, حتی د امام ابوحنیفه پر خلاف یې قد علم وکړ او ویل به یې چې د هغه وژل د 70 کاله جهاد ثواب لري. اوس هم جید عالمان چې د حق خبره وکړي, فورا د کفر او ارتداد ټاپه او ترور کېږي.
17. د پادشاه او امیر پر خلاف پرته له شرط او دیني احکامو جګړه او بغاوت او خروج روا ګڼي.
18. په دین کې غلو او افراط, د عبدالله ابن عباس حدیث شریف دی چې وایی: هلک المتنتعون. متنتع هغه چاته وایي چې په قول او عمل کې افراط او تشدد کوي. دوی متعصب, په ځان مین او د هیڅ عقلانیت او منطق پیرو نه دي.
د اعتدال پیرو نه دي او په دین کې سختي او تشدد کوي.
عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلي الله عليه وسلم قال : ( إن الدين يسر ، ولن يشاد الدين أحد إلا غلبه ، فسددوا وقاربوا وأبشروا واستعينوا بالغدوة ، والروحة ، وشيء من الدلجة ) رواه البخاري ومسلم

Comments

Leave a Reply