خلیل زاد: د طالبانو وروستې اقدام بې باکي او بې پروایې څرګندوي

comments 0

هندوکش – کابل: افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي پر ټوېټر لیکلي چې دا د طالبانو “بې باکي” او د ټولو افغانانو د سولې د غوښتنې په اړه د هغوی د مشرانو بې پروايي څرګندوي.

خلیلزاد په دې ټوېټ کې پر پاکستان، قطر او نورو ولسونو چې د هغه په وینا، په افغانستان کې سوله غواړي، غږ کړی چې ویې غندي.

هغه په یوه بل ټوېټ کې لیکلي چې که وسله وال طالبان خپله دا پرېکړه عملي کړي، یوازې د افغانانو کړاونه به زیات کړي او زرهاوو نور افغانان به یې قرباني شي.

زلمي خلیلزاد لیکلي چې د جګړې اعلان د سولې د هڅو له پرمختګ سره مرسته نه کوي.

هغه لیکلي، په داسې وخت کې چې ټول افغانان باید د خپلې ګډې راتلونکې د ټاکلو لپاره سره را غونډ شي، د جګړې غږ اوچتول څرګندوي چې طالبان په پخوانیو لارو کې پاتې دي.

د امریکا خاص استازي د دې یادونه هم کړې چې ډېر طالبان او حتی د هغوی یو شمېر مشران د جګړې مخالف دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پرون وویل چې وسله والو طالبانو ماته خوړلې او داسې حرکتونه د هغوی د تبلیغاتي جنګ برخه ده.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي چې طالبانو په دې ډول څرګنده کړه چې جګړه پر سوله غوره ګڼي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه ویاند ویلي چې طالبانو وښوده چې د افغانانو غږ نه اوري او د تشدد زیاتوالی غواړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments