خلیل‌زاد: طالبان دې سملاسي له افغان حکومت مذاکرات پیل کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، د افغان حکومت له‌خوا د طالب زندانیانو د ازادۍ په اړه د فرمان له ورکړې وروسته، طالبان باید سملاسي د قطر په دوحه کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د طالب بندیانو د ازادۍ په اړه د فرمان له صادرولو وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد دا کار د سولې په برخه کې لوی ګام بللی دی.
خو ښاغلي خلیل‌زاد له طالبانو غوښتي چې په خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي، څو د بندیانو د ازادۍ بهیر په سمه توګه پلی شي.
د ولسمشر محمد اشرف غني فرمان چې تېره شپه ناوخته لاسلیک شوی څلور مادې لري.
په لومړۍ ماده کې لیکل شوي، د دې فرمان تر مخه چې کوم طالب بندیان له بنده خوشې کېږي، لیکلې ژمنه به کوي چې بېرته به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي او همدا ډول د فرمان تر مخه، د بایومټریکي معلوماتو له ثبت وروسته به د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیلېږي.
د فرمان په دویمه ماده کې لیکل شوي، په لومړي ګام کې به د پروان له زندان ۱۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي چې لړۍ یې د کب په ۲۴ مه یعنې راتلونکې شنبه پیلېږي او هره ورځ به ۱۰۰ تنه بندیان د عمر، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام خوشې کيږي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په درېیمه ماده کې لیکل شوي، نور ۳۵۰۰ تنه طالب بندیان به د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له پیلېدو وروسته او د مذاکراتو په ترڅ کې خوشې کېږي او په هرو دوو اوونیو کې به ۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي، په دې شرط چې تاوتریخوالی د پام وړ کم شي.
د فرمان په څلورمه ماده کې لیکل شوي، د ملي امنیت شورا د دې فرمان عملي کولو مسوولیت لري او نورې اړوند ادارې به همکاري کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments