خلیلزاد: پاکستان د افغانانو پرواندې جګړه کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په کابل او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي، د پاکستان ملاتړ لرونکو وسله والو د افغانانو پر وړاندې جګړه اعلان کړې ده.
خلیلزاد په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې پاکستان له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په افغانستان کې یې د خپلو ګټو لپاره جنګوي.
زلمی خلیلزاد وایي، افغان حکومت او متحدین یې باید د ملکیانو د خوندیتوب لپاره اغېزناک پلان جوړ او دښمنان له منځه یوسي.
له دې سره ولسمشر غني تېره ورځ د اندونیزیا له ولسمشر سره په ګډ خبري کنفرانس کې ټينګار وکړ د افغانستان خلک له نړیوالو دا تمه لري چې له هرې لارې کېږي د ترهګرو ملاتړي هېوادونه منزوي شي.
ولسمشر وویل چې دا جګړه د افغانانو نه ده او باید نړیواله ټولنه د افغانانو لاسنیوی وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply