خلیلزاد هند ته رسیدلی

comments 0

هندوکش – کابل: خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له خبرو وروسته هند ته تللی او هلته یې له ځینو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج سره کتلي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو خواوو د افغان سولې پروسې په تړاو خبرې کړي دي.
خلیلزاد دا اووم سفر دی چې بیلابیلو هېوادونو ته یې د افغان سولې لپاره کوي، خوتراوسه طالبانو سره کومې هوکړې ته نه دی رسیدلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments