خلیلزاد له پاکستان تمه لري

comments 0

هندوکش – پاکستان: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره له پاکستان د جدي اقداماتو تمه لري.
د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیل زاد له پاکستاني چارواکو سره د جمعې په ورځ لیدنې کتنې ګټورې بللي دي.
خلیل زاد تیره ورځ ناوخته له لومړي وزیرعمران خان سره دافغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړې.
خلیل زاد له لومړي وزیر وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي دي
خليلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره يې د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د سيمه یېزو هېوادونو لکه د پاکستان د مهم رول په اړه خبرې وکړې.
د خلیل زاد پر ټویټر پاڼه دا هم لیکل شوي چې دوی له پاکستان د افغان سولې په تړاو د نویو پرمختګونو لپاره هیله مند دي.
دادان وزیري

Comments