خلیلزاد له پاکستاني پلاوي سره لیدلي

comments 0

هندوکش – پاکستان: د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.
د راپورونو له مخې په دغه لیدنه کې د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلس هم ګډون کړی و.
لیدنه چې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډو کې شوې، دواړو خواوو د سولې او په سیمه کې د امنیت په تړاو خبرې کړي دي.
خلیل زاد ویلي، پاکستان ته یې په څرګند ډول ویلي، چې نور یې په خاوره کې ترهګر نه شي زغملی.
د خلیل زاد په خبره، امریکا ته نور هغه څوک د منلو نه دي چې، افغانان، امریکایان او د هغوی ملاتړي په افغانستان کې ووژني.
دادان وزیري

Comments