خلیلزاد له ولسمشر غني سره لیدلي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسشمر محمد اشرف غني له خلیل زاد سره د سولې په تړاو خبرې کړي دي.
ارګ وایي، تیر ماښام ولسمشر غني د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي خلیل زاد سره د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي دي.
خلیل زاد ویلي، سوله سپېڅلې لاره ده او په دغه برخه کې د امریکا خلک او حمکومت د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړي دي.
خلیلزاد چې تازه د افغان جګړې او سولې لپاره د امریکا استازی ټاکل شوی په لس ورځیني سفر وتلی چې پنځه هېوادونو ته به لاړ شي.
خلیلزاد به د افغان سولې په تړاو د هېوادونو همغږي رامنځ ته کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments