خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې وسلې کیږدي

comments 0

هندوکش – کابل: په قطر کې دافغان سولې شپږم پړاو خبرو نه امریکایي چارواکي خوښ وو.
د قطر غونډې یو ګډونوال بي بي سي ته ویلي چې د تېرې شپې خبرې ځکه ګټورې وې چې امریکایي پلاوی له خبرو وروسته خوښ برېښده .
د شپږم پړاو د درېیمې ورځې خبرې تېره شپه د قطر په وخت د شپې نهه بجې پای ته رسېدلي دي.
تېره ورځ هم دافغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره لېدلي و.
په شپږم پړاو خبرو کې امریکایي او طالب چارواکي پر څلورو موضوعاتو خبرې کوي چې افغان خاوره به د نورو پرضد نه کارول کېږي،بهرنیو ځواکونو وتل ، بین الافغاني خبرې به ترسره کیږي، او د تاوتریخوالي کچه به راټیټېږي.
خلیلزاد هم په خپل ټویټر لیکلي چې د هرې سولې پایله د ښکېلو خواوو له خوا پر ځمکه د وسلې ایښودل وي او امریکايان دې ګام پورته کولو ته چمتو دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments