خلیلزاد له طالبانو سره هوکړې باندې ټینګار لري

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي، هدف یې دا دی چې له طالبانو سره داسې موافقې ته ورسېږي چې د امریکا او ناټو د دوو لسیزو قربانیو ارزښت ولري.

زلمي خلیلزاد په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره له کتنې وروسته په خپل ټویټر لیکلي، افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځیان اوږه په اوږه جنګېږي او د دوی شریکه موخه دا ده چې د سولې داسې موافقې ته ورسېږي چې د جګړې د لسیزو قربانیو ارزښت ولري.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمېدا له طالبانو سره د امریکا له خبرو سره تړلي بللي.

پامپیو ویلي، امریکا هڅه کوي چې افغانستان کې د شخړې ټولې خواوې قانع کړي چې سره یو ځای شي او د جګړې پر پای ته رسېدو موافقه وکړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments