خلیلزاد له طالبانو سره لیدلي

comments 0

هندوکش – کابل: طالبانو منلې چې استازو یې له زلمي خلیلزاد سره په قطر کې لیدلي.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په لومړي ځل منلې چې د امریکا له استازو سره یې لیدلي او د سولې په تړاو یې خبرې کړي دي.
اعلامیه کې راغلي ، له امریکایي استازي سره یې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د افغانستان د مسئلې په سوله ییز حل خبرې کړي.
د طالبانو استازو زیاته کړې چې خلیلزاد له دوی غوښتي چې له ټاکنو د مخه شپږ میاشتینی اوربند اعلان کړي.
ویل کېږي دواړو خواوو د بندیانو خوشې کولو لپاره د کميټو په جوړولو هم خبرې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments