خلیلزاد له طالبانو د روان تاوتریخوالی د کمولو غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، قطر کې د اسلامي جمهوري دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د مذاکراتو پر مهال ځانځاني د تېرو ترخو تجربو تکرار دی او افغانستان به په دویمه سوریه بدل کړي.
هغه په خپله وروستۍ مرکه کې طالبانو ته په حطاب کې ویل، چې مونږ ژمنه تر لاسه کړې وه، چې افغانستان کې به تاوتریخوالی کموي، خو بر عکس تاوتریخوالي زیات شو او هره ورځ افغانان وژل کېږي.
نوموړي څرګنده کړې، چې ژر تر ژره باید افغان حکومت او طالبان د سولې په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې، مونږ هڅه کوو، چې افغانستان کې روان تاوتریخوالی په سوله او ثبات بدل شي چې افغانان ارامه ژوند ولري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments