خلیلزاد د ناټو له سرمنشي سره لیدلي

comments 0

هندوکش ـ امریکا: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناټو له سر منشي سره لیدلي دي.
خلیلزاد له ینس سټولټنبرګ سره لیدنه کې د افغان سولې په تړاو خبرې کړي دي.
خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي چې، افغانستان کې وضعیت پېچلی دی او ټولې خبرې په ډاګه نشي څرګندېدلی.
هغه ویلي، ډیری وخت د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه رامنځته کېږي.
خلیلزاد ویلي، افغانستان ته له خپلو متحدو هېوادونو سره یو ځای راغلي او په ګډه به د افغانستان راتلونکې لپاره کار کوي او وضعیت ته په کتو به پرېکړه کوي.
فکور نعیمی

Comments