خلیلزاد: د موقت حکومت اوازې بې بنسټه دي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هغه اوازې رد کړې چې د موقت حکومت د رامنځ ته کیدو په تړاو له قطر شوې وې.
د افغان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد پرون ماښام ولسمشر او د حکومت نورو غړو سره د لیدنې په مهال وویل، قطر کې یې له طالبانو سره د موقت او نوي حکومت جوړښت په تړاو خبرې نه دي کړي.
د ارګ له لوري خپره شوې اعلامیه کې د خلیل زاد له قوله لیکل شوي چې زه د موقت حکومت د جوړښت او د سرتیرو د ویستلو په تړاو د پریکړو واک نه لرم
اعلامیه کې د خلیل زاد دا خبره هم راغلې چې له طالبانو یې د اوربند غوښتنه کړې خو په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.
خلیلزاد ویلي، امریکا ټینګار لري چې بین الافغاني خبرې دې وشي او موضوع دې د سیاسي لارې حل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments