خلیلزاد د عمران خان پر خبرو غبرګون وښود

comments 0

هندوکش – کابل: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد عمران خان پر وروستیو څرګندونو غبرګون وښود.

زلمی خلیلزاد وايي؛ په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په هکله د عمران خان وروستۍ څرګندونې بې ګټې دي او کوم مثبت بدلون نه سي راوستلای.

نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان همکاري رغنده ده؛ خو د موقت حکومت په هکله یې څرګندونې رغنده نه دي.

عمران خان ویلي وو چې د سولې لپار دې په افغانستان کې موقت حکومت رامنځته سي؛ خو دې مسلې د افغان حکومت سخت غبرګون راپارولی او پرون ورځ یې له پاکستانه خپل سفیر عاطف مشعل هم په اعتراضي ډول راغوښتی و، همدارنګه په کابل کې د پاکستان د سفیر مرستیال هم د حکومت له لوري احضار سوی دی.

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه به لا ډېرې مشورې کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments