خلیلزاد د طالبانو عملیات غندلي

comments 0

هندوکش – کابل: زلمي خلیل زاد د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د اعلان غندنه کړې ده.
د طالبانو دې اعلان څو ساعته وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، دا د طالبانو بې باکي او د افغان ولس د غوښتنې په اړه د هغوی د مشرانو بې پروايي څرګندوي.
هغه په یوه بل ټوېټ کې لیکلي چې که طالبان خپله دا پرېکړه عملي کړي، یوازې د افغانانو کړاونه به زیات کړي او زرهاوو نور افغانان به یې قرباني شي.
هغه همداراز لیکلی، د جګړې غږ اوچتول څرګندوي چې لا هم طالبان په پخوانیو لارو کې پاتې دي، خو په ورته وخت کې یې ددې یادونه هم کړې چې ډيری طالبان او ان د هغوی یو شمیر مشران د جګړې سره مخالف دي.
د افغانستان دفاع وزارت دا تبلیغاتي جنګ ګڼلی او غوڅ ملاتړ ماموریت بیا ویلي، د طالبانو له دې کار ښکاري چې هغوی جګړه پر سوله غوره ګڼي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments