خلیلزاد د سولې بل سفر پیل کړ

comments 0

هندوکش_امریکا: د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د سیمې هېوادونو لپاره اتلس ورځنی سفر پیل کړ.
راپورونه وایي، خلیلزاد به په پنځم سفرکې اروپا، قطر او افغانستان ته لاړ شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، راتلونکو دوه اوونیو کې به خلیلزاد اروپایي او اسیایي هېوادونو ته سفر وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي، خلیلزاد به د فبرورۍ له لسمې تر ۲۸ مې بلجیم، المان، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان ته لاړ شي.
خلیلزاد به له دغه هېوادونو سره د افغان سولې په تړاو خبرې او مشورې وکړي.
بل پلو پاکستانۍ رسنیو ویلي، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې د خلیلزاد سفر ته ځانګړی تیاری نیول شوی.
فکور نعیمی

Comments