خلیلزاد د سفرونو تازه لړۍ پیل کړه

comments 0

هندوکش ـــ کابل: د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې بهیر په تړاو د یاد هېواد د ځانګړي استازې د سفرونو له تازه لړۍ خبر ورکړی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد د خپلو سفرونو لړۍ قطر، هند او پاکستانه پيل کړې ده.
په همدې حال کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین پر ټویټرپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي خلیزاد د یادې ډلې له سیاسي مرستیال، ملابرادر سره لیدلي دي.
نوموړي ویلي دي چې دواړو خواوو د سولې بهیر او بندیانو خوشې کولو پر چټکوالي او د سولې هوکړې بشپړه عملي کولو باندې خبرې کړې دي.
خبرپاڼې زیاته کړې ده چې خلیلزاد به قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې په تړاو خبرې وکړي او وروسته له هغې به هند او پاکستان ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې ټیګار کړی چې باید د سولې بهیر او د بندیانو خوشې کولو بهیر چټک کړی شي.
عبید رادپور

Comments