خلیلزاد د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد په یو ټویټ کې ټینګار کړی چې افغان حکومت او طالبان دې اوربند وکړي او وسله دې پر ځمکه کیږدي.
خلیلزاد چې دې ورځو کې په قطر کې په خبرو بوخت دی، هڅه کوي چې طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو کړي.
خلیلزاد ویلي، په ټولو موضوعاتو بحث کیږي او تر هغې چې په ټولو موضوعاتو توافق نه وي شوی، هیڅ موضوع باندې توافق نه کوي.
اوربند او بین افغاني مذاکرات د دوحې په ناستو کې مهم اړخونه دي چې تر بحث لاندې دي.
خلیلزاد د دې خبرو په دوام د هند د بهرنیو چارو وزیرې سره هم لیدلي او سیمه‌ییزه اجماع باندې یې خبرې ورسره کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments