خلیلزاد بیا قطر ته ځي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکل شوې امریکا او طالبان دا ځل له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالویش خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې خلیلزاد په راتلونکو اونیو کې له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي.
خلیلزاد په داسې وخت کې قطر ته ځي او خبرې پیلوي چې قطر کې بین الافغاني ناسته لغوه شوه او ورسره داسې اندېښنې زیاتې شوې چې د امریکا په مشرۍ د افغانستان د سولې هڅې له شاتګ سره مخ شوې.
خو طالبانو ويلي، له امریکايي پلاوي سره به د دوی د راتلونکي دور خبرې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالویش متمرکزې وي.
تیره ورځ د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې، د خبرو په تېر دور کې طالبان له امریکا سره له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو موافقې ته رسېدلي، خو جزئیات یې لا تر بحث لاندې نیول شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments