خلیلزاد به درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي

comments 0

هندوکش – کابل: زلمی خلیلزاد د افغان سولې د ټینګښت لپاره په سفر روان شوی او ټاکل شوې چې د مسکو درې اړخیزه غونډه کې هم ګډون وکړي.

راپورونه وایي، ډېر احتمال شته چې طالبان او امریکایان په شپږم پړاو خبرو کې وروستۍ هوکړې ته ورسیږي.

سولې عالي شورا د زلمي خلیلزاد له هڅو د هر کلي تر څنګ وايي، تمه دا ده چې خلیلزاد به په دې سفر کې طالبان بین الافغاني خبرو ته وهڅوي.

د خلیلزاد د هڅو تر څنګ په سیمه کې هم د افغان سولې د ټینګښت او د واحد نظر د رامنځته کېدو لپاره نوې هڅې د راټوکېدو په حال کې دي.

په پام کې ده چې سبا پنجشنبه امریکا، روسیه او چین د افغانستان د سولې په اړه ګډه دری اړخیزه ناسته په مسکو کې وکړي.

عبید رادپور

Comments