خلیلزاد او ولسمشر لیدلي

comments 0

هندوکش – کابل: تېره شپه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
خلیلزاد سیمې ته د خپل شپږم سفر په لړ کې تېر ماښام کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني او دغه راز د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره کتلي دي.
کابل ته د خلیلزاد دا سفر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پر سر د کابل او واشنګټن اړیکو له خرابیدو وروسته تر سره شو .
ارګ رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې لیکلي، ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل او د سولې د روانو هڅو په اړه یې خبرې وکړې.
اعلامیه کې ویل شوي، د دواړو لوریو تر منځ بحثونه به دوام ولري او د پرمختګ جزئيات به له خلکو سره شریک شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments