خلک: طالبان د چنګيز پاتې شوني دي او په غزني کې شوي وحشت يي د چنګيز تاریخ بیا تکرار کړ

comments 0

هندوکش _ غزِني:پر غزني طالبانو برید کې د سوداګریزو مرکزونو تر څنګ یو شمېر تاريخي ودانیو ته زیات تاوان رسېدلې.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د غزني په تړاو په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې غزني کې یې طالبان مات کړي او تر څلرویشت ساعتونو به وضعیت ښه شي.

دوی مني چې غزني کې د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده خو ادعا کوي چې د طالبانو د مهمو قومندانانو په ګډون زیات شمېر یې وژلي او ټپيان کړي دي.

غزني کې ځانګړو ځواکونو هم عملیات پيل کړي چې تر نورو ورځو پکې نن وضعیت ښه ښودل شوی دی.

بلخوا په ټولنیزو پاڼو کې طالبان د چنګیز پاتې شوني بلل شوي دي.

ډيری وايي چې طالبانو ياد وحشت د پاکستان او ایران په امر کړی دی ځکه غواړي چې په افغانستان کې د ولس زرين تاريخ له منځه يوسي.

بلخوا د حکومتي ځواکونو له رسيدو سره سم نه يوازې وضعیت عادي شوی دی بلکه د طالباني وحشت له امله بند پاتې وږي، تږي،ناروغان او ډاريدلي ولسونه هم ژِغورل شوي دي.

په ټولنیزو پاڼو کې هر لوري ته په غزني کې د طالبانو کړی وحشت د هیواد په معاصر تاریخ کې ستر ظلم او له افغان ولس سره تاريخي جفا بلل شوې.

بلخوا خلک په دې نظر دي چې طالبان نه د پخلاينې وړ دي او نه په دې ارزي چې تر دې دومره وحشتونو وروسته دې وبښل شي، دوی وايي چې په کار ده نور طالب له هرې شونې لارې وځپل شي او په دې ځپلو کې ولسي رول ډير مهم دی.

له ډيرو نورو سیمو هم له غزني سره د زړي سوي نارې پورته شوي دي او نړۍ والو رسنیو هم د طالبانو وحشت په عراق او سوریه کې د داعش وحشت او زیاتي ته ورته بللی دی.

Comments